معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سرپرست افغان حکومت وایي، ایراني چارواکي هره ورځ تر دوه زرو پورې افغانان بېرته افغانستان ته ستنوي

سرپرست افغان حکومت وایي، ایراني چارواکي هره ورځ تر دوه زرو پورې افغانان بېرته افغانستان ته ستنوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۱ مه نېټه):
د کډوالو چارو وزارت ویلي، یوازې همدې تېرو دوو ورځو کې د نیمروز له پولې ایران څخه افغانستان ته څه باندې ۳۲۰۰ افغان کډوال راستانه کړل شوي چې په دغو کسانو کې ۳۴ کورنۍ هم شاملې دي.
که څه هم د افغانستان سرپرست حکومت څه موده وړاندې ایران ته په ناقانونه تګ بندیز ولګو، خو اوس هم ګڼ شمېر افغانان د بې روزګارۍ او فقر له امله د کار موندلو او یا هم وړاندې اروپایي ملکونو ته پر قاچاقي لارو د ایران پر پوله د اوښتو پرمهال له خطرونو ډک سفرونه کوي، چې ډېری یې پر دغو لارو د پوله ساتو ځواکونو له لوري ویشتل کیږي.
د ایراني چارواکو د معلوماتو له مخې اوس مهال څلور نیم میلیونه افغان کډوال ایران کې دېره دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس