کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۱ مه نېټه):
د کډوالو چارو وزارت ویلی، یوازې همدې تېرو دوو ورځو کې د نیمروز له پولې ایران څخه افغانستان ته څه باندې ۳۲۰۰ افغان کډوال راستانه کړل شوی چې په دغو کسانو کې ۳۴ کورنۍ هم شاملې دی.
که څه هم د افغانستان سرپرست حکومت څه موده وړاندې ایران ته په ناقانونه تګ بندیز ولګو، خو اوس هم ګڼ شمېر افغانان د بې روزګارۍ او فقر له امله د کار موندلو او یا هم وړاندې اروپایی ملکونو ته پر قاچاقی لارو د ایران پر پوله د اوښتو پرمهال له خطرونو ډک سفرونه کوی، چې ډېری یې پر دغو لارو د پوله ساتو ځواکونو له لوری ویشتل کیږی.
د ایرانی چارواکو د معلوماتو له مخې اوس مهال څلور نیم میلیونه افغان کډوال ایران کې دېره دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ