کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۶ نېټه):
د سرپرست افغان حکومت د ویاند مرستیال ویلی، سږ کال به هېواد کې د اوبو مدیریت، د کانونو وېستلو او دغه راز نورو ورته لویو پروژو باندې پانګونه وکړی.
بلال کریمی ټینګار کړی، چې حکومت له کورنیو او بهرنیو پانګوالو ملاتړ کوی او هغوی ته د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو هڅه کوی.
د نوموړی په خبره سرپرست افغان حکومت تېر کال د اقتصاد په برخه کې ډېر کارونه کړی او سږ کال به هم په نورو بنسټیزو پروژو پانګونې وشی.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې مهال کړی، چې افغانستان کې د نوی تحول وروسته ګڼ شمېر ځوانانو خپلې دندې له لاسه ورکړی، خو له بل پلوه بیا د قوش تېپې په څېر پر یو شمېر مهمو پروژو ګړندۍ چارې روانې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ