کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان سرپرست حکومت په هېواد کې د بشری مرستو د وېش په بهیر کې هر ډول لاسوهنه ردوی.
د سرپرست حکومت ویاند ویلی، چې یو شمېر مرستندویه بنسټونو د بودیجې د کمښت له امله په خپلو مرستو کې کموالی راوستی دی.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یو راپور کې ویلی، چې افغانستان کې د بشری مرستو ۵۶ پروګرامونه، د سرپرست حکومت د لاسوهنې له امله درول شوی دی، خو حکومتی مسوولین بیا د امنیت شورا راپور ته په غبرګون کې وایی، چې سرپرست حکومت یوازې د مرستندویه بنسټونو امنیت ساتی او په نورو چارو کې یې لاسوهنه نه کوی.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر له افغانستان سره د خپلو مرستو د کمېدو لامل د بودیجې کموالی بولی او ټینګار کوی چې سږ کال یې یوازې ۲۵ سلنه پیسې تر لاسه کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ