کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې سرپرست حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان اقتصادی وضعیت په اړه د نړیوال بانک د وروستی راپور هرکلی کړی.
د خبر پر بنسټ، اقتصادی معاونیت، د اقتصادی وضعیت په تړاو د نړیوال بانک له لوری د خپور شوی راپور د هغو برخو ستاینه کړې، چې مثبتې او پر واقعیتونو ولاړې دی او هغې برخې یې رد کړی، چې د دوی په وینا له عینی واقعیتونو څخه لرې دی.
د اقتصادی معاونیت په باور که نړیواله ټولنه مثبت تعامل ته مخه کړی او له بندیزونو لاس واخلی، نو افغانستان به د نورو برخو ترڅنګ په اقتصادی برخه کې هم په بشپړ ډول پرمختګ وکړی.
د نړیوال بانک په وروستی راپور کې ویل شوی، چې د ۲۰۲۲ په پرتله په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د افغانستان د صادراتو په کچه کې زیاتوالی راغلی او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ