معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سرپرست حکومت د کرنې سکټور د ودې په برخه کې طرحې راټولوي

سرپرست حکومت د کرنې سکټور د ودې په برخه کې طرحې راټولوي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کرنې په برخه کې د افغانستان د ځان‌ بساینې په موخه د زرغون پاڅون په نوم د نړیوال کنفرانس لومړۍ غونډه پرون په کابل کې ترسره شوه.
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال لطف‌الله خېرخواه یادو مراسمو کې ویلي، چې دغه کنفرانس کې به د فرصتونو په رامنځته کولو او د افغانستان د کرنې په برخه کې د شته ستونزو پر حل به تمرکز وشي.
ټاکل شوې ده چې د زرغون پاڅون په راتلوونکې غونډه کې، بهرني او کورني متخصصان او د هېواد د پوهنتونونو استادان په هېواد کې د کرنې د ودې لپاره خپلې طرحې شریکې کړي.
د سکټوري وزارتونو استازي ډاډ ورکوي، چې په هر ډول شرایطو کې به د دغه کنفرانس له سمبالوونکو او د افغانستان د کرنې له سکټور سره همکارۍ ته چمتو وي.
بل لور د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال زیاتوي، چې دا به د نړیوالو کنفرانسونو د جوړېدو په برخه کې وروستی ګام نه وي او په بېلابېلو ولایتونو کې به ورته کنفرانسونه جوړ شي.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس