سرپرست حکومت د کرنې سکټور د ودې په برخه کې طرحې راټولوی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کرنې په برخه کې د افغانستان د ځان‌ بساینې په موخه د زرغون پاڅون په نوم د نړیوال کنفرانس لومړۍ غونډه پرون په کابل کې ترسره شوه.
د لوړو زده کړو وزارت علمی مرستیال لطف‌الله خېرخواه یادو مراسمو کې ویلی، چې دغه کنفرانس کې به د فرصتونو په رامنځته کولو او د افغانستان د کرنې په برخه کې د شته ستونزو پر حل به تمرکز وشی.
ټاکل شوې ده چې د زرغون پاڅون په راتلوونکې غونډه کې، بهرنی او کورنی متخصصان او د هېواد د پوهنتونونو استادان په هېواد کې د کرنې د ودې لپاره خپلې طرحې شریکې کړی.
د سکټوری وزارتونو استازی ډاډ ورکوی، چې په هر ډول شرایطو کې به د دغه کنفرانس له سمبالوونکو او د افغانستان د کرنې له سکټور سره همکارۍ ته چمتو وی.
بل لور د لوړو زده کړو وزارت مالی او اداری مرستیال زیاتوی، چې دا به د نړیوالو کنفرانسونو د جوړېدو په برخه کې وروستی ګام نه وی او په بېلابېلو ولایتونو کې به ورته کنفرانسونه جوړ شی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.