سرپرست حکومت وایی، د اسلامی همکاریو سازمان د استازو له مشورو ګټه اخلو

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان سرپرست حکومت ویلی، چې د اسلامی همکاریو سازمان له لیدلورو او وړاندیزونو څخه به د نظام د پرمختګ لپاره کار واخیستل شی.
د سرپرست حکومت ویاند ویلی، چې د حکومت له بېلابېلو چارواکو سره د اسلامی همکاریو د سازمان د استازو په کتنو کې د افغانستان پر مهمو مسلو خبرې شوې دی.
د دوی په وینا د دغه سازمان استازو ته ډاډ ورکړل شوی، چې د دغه پلاوی له نظریاتو او وړاندیزونو څخه به د اسلامی نظام د تطبیق په برخه کې ګټه واخیستل شی.
د سرپرست حکومت ویاند په کندهار کې د دغه ولایت له والی سره د قطری استازو د کتنې خبر ورکړی او ویلی یې دی، چې دواړو لورو د روغتیا او پوهنې په برخه کې د همکاریو پر زیاتېدو خبرې کړې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.