معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سرپرست حکومت وایي، د ټاپي پروژې د عملي چارو پیل ته چمتو دي

سرپرست حکومت وایي، د ټاپي پروژې د عملي چارو پیل ته چمتو دي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۱۸  نېټه):

د راپورونو له مخې د سرپرست افغان حکومت چارواکي وایي، ټولې هغه ستونزې چې د ټاپي پروژې پر وړاندې خنډ بلل کېدې، حل شوي او افغانستان د یادې پروژې عملي کېدو ته بشپړ چمتوالی لري.

د سرپرست حکومت ویاند ویلي،  که څه هم په افغانستان کې د دغې پروژې پر وړاندې کوم خنډ نشته، خو بیا هم دا د څلورو هېوادونو ترمنځ پروژه ده چې باید ټول ورته چمتوالی ولري.

له دې سره هم مهاله د ترکمنستان د انرژۍ د نړیوالو پروژو مسوول مراد ارتیکوف په کابل کې د افغانستان د اوبو او برېښنا له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې د ټاپي او په افغانستان کې د برېښنا د نورو پروژو د عملي کولو لپاره چمتو دی.

ټاپي پروژه د ګازو نل لیکه ده، چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پرې پاکستان او هندوستان ته ګاز لېږدول کیږي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس