کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۸ نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست افغان حکومت چارواکی وایی، ټولې هغه ستونزې چې د ټاپی پروژې پر وړاندې خنډ بلل کېدې، حل شوی او افغانستان د یادې پروژې عملی کېدو ته بشپړ چمتوالی لری.
د سرپرست حکومت ویاند ویلی، که څه هم په افغانستان کې د دغې پروژې پر وړاندې کوم خنډ نشته، خو بیا هم دا د څلورو هېوادونو ترمنځ پروژه ده چې باید ټول ورته چمتوالی ولری.
له دې سره هم مهاله د ترکمنستان د انرژۍ د نړیوالو پروژو مسوول مراد ارتیکوف په کابل کې د افغانستان د اوبو او برېښنا له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلی، چې هېواد یې د ټاپی او په افغانستان کې د برېښنا د نورو پروژو د عملی کولو لپاره چمتو دی.
ټاپی پروژه د ګازو نل لیکه ده، چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پرې پاکستان او هندوستان ته ګاز لېږدول کیږی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ