کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۸ مه نېټه)
د ګهيځ نیوز د خبر له مخې په سرپل ولایت کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د نوري فایبر پروژې عملي چارې پیل شوې.
د دغې پروژې د پرانیستې مراسمو پر مهال د افغان ټلیکام مسوولینو ویلي، د ۵۴ کیلو متره په اوږدوالي دا پروژه به تر راتلونکو پنځو میاشتو پورې بشپړه شي.
په پام کې ده، چې د هېواد نورو ولایتونو ته هم دغه چاره وغځیږي.
د مسوولینو په خبره سرپل کې د دې پروژې له پيل سره شاوخوا ۲ زره تنو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه هم برابر شول.
د هېواد لرې پرتو سیمو کې مېشت وګړي د انټرنیټي خدمتونو پراختیا باندې ټینګار کوي او د مخابراتي او معلوماتي ټیکنالوژۍ له وزارت څخه د کېفیت جوړولو او انټرنېټ بیو د راټیټولو غوښتونکي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/