سرپل ولایت کې د نوری فایبر پروژې عملی چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په سرپل ولایت کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د نوری فایبر پروژې عملی چارې پیل شوې.

د دغې پروژې د پرانیستې مراسمو پر مهال د افغان ټلیکام مسوولینو ویلی، د ۵۴ کیلو متره په اوږدوالی دا پروژه به تر راتلونکو پنځو میاشتو پورې بشپړه شی.

په پام کې ده، چې د هېواد نورو ولایتونو ته هم دغه چاره وغځیږی.

د مسوولینو په خبره سرپل کې د دې پروژې له پیل سره شاوخوا ۲ زره تنو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاری فرصتونه هم برابر شول.

د هېواد لرې پرتو سیمو کې مېشت وګړی د انټرنیټی خدمتونو پراختیا باندې ټینګار کوی او د مخابراتی او معلوماتی ټیکنالوژۍ له وزارت څخه د کېفیت جوړولو او انټرنېټ بیو د راټیټولو غوښتونکی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.