کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۲ مه نېټه):
د دغه ولایت د پوهنې ریاست وايي، د یونیسکو ادارې په مالي ملاتړ دې ولایت کې د لویانو لپاره د سواد زده کړې ۸۳ ټولګي جوړوي.
سرپل کې د پوهنې رییس محمد رحماني ویلي، دغه ټولګي په سرپل ښار او د دغه ولایت په ګوسفندې سانچارک، سوزمه کلا کوهستانات او بلخاب ولسواليو کې جوړیږي.
نوموړي زیاته کړې، چې په یاد ولایت کې ډېر خلک د تېرو جنګونو له امله له زده کړو پاتې وو، چې د ډېر عمر لرونکو لپاره د دغه ډول ټولګیو جوړول به د زده کړې او سواد په برخه کې به اغېزمن تمام شي.
د هېواد ډېری لرې پرتو سیمو کې د تېرو څو لسیزو جګړو له امله ګڼ شمېر خلک د سواد له سوده بې برخې پاتې شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/