سرپل کې د سواد زده کړې ۸۳ ټولګی جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۲ مه نېټه):
د دغه ولایت د پوهنې ریاست وایی، د یونیسکو ادارې په مالی ملاتړ دې ولایت کې د لویانو لپاره د سواد زده کړې ۸۳ ټولګی جوړوی.
سرپل کې د پوهنې رییس محمد رحمانی ویلی، دغه ټولګی په سرپل ښار او د دغه ولایت په ګوسفندې سانچارک، سوزمه کلا کوهستانات او بلخاب ولسوالیو کې جوړیږی.
نوموړی زیاته کړې، چې په یاد ولایت کې ډېر خلک د تېرو جنګونو له امله له زده کړو پاتې وو، چې د ډېر عمر لرونکو لپاره د دغه ډول ټولګیو جوړول به د زده کړې او سواد په برخه کې به اغېزمن تمام شی.
د هېواد ډېری لرې پرتو سیمو کې د تېرو څو لسیزو جګړو له امله ګڼ شمېر خلک د سواد له سوده بې برخې پاتې شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.