کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۸ مه نېټه):
امریکایی ورځپاڼې وال سټرېټ ژورنال ویلی، چې ټاکل شوې ریاض د کیېف او مسکو ترمنځ د سولې خبرو کوربتوب وکړی.
د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې دغې ناستې ته د نړۍ د ۳۰ هېوادونو لوړ پوړی چارواکی وربلل شوی او د راروانې اګسټ میاشتې په ۵مه او ۶مه پلان شوې ده.
وال سټرېټ ژورنال دغه راز لیکلی، چې دغه ناسته د روسیې له حضور پرته رابلل شوې او ټاکل شوې د اندونیزیا، مکسیکو، اروپایی ټولنې او ګڼ شمېر نورو هېوادونو استازی په کې ګډون وکړی.
دغې ورځپاڼې دا خبر په داسې مهال خپور کړی، چې تازه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د افریقایی هېوادونو له مشرانو سره د غونډې په درشل کې ویلی، چې هېواد یې غواړی د اوکراین د جګړې اړوند ستونزې د خبرو – اترو له لارې حل شی، خو امریکا او ځینې نور لویدیځ هېوادونه نه غواړی دغه خبرې بریالۍ شی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ