کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې سعودی عربستان د اسراییلو د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو هغه څرګندونې په کلکه رد کړی، چې ویلی یې وو فلسطین دې په سعودی عربستان کې جوړ شی.
نتانیاهو په یوه مرکه کې ادعا کړې وه، چې سعودی ډېره شاړه ځمکه لری او هلته دې د فلسطینی دولت بنسټ کېښودل شی.
د سعودی عربستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې دا نظر افراطی بللی او ویلی، چې اشغالګر نه پوهېږی، فلسطین د ورونو فلسطینیانو لپاره څه دی او دې خاورې سره د دوی وجدانی، تاریخی او قانونی کوم تړاو دی؟
بل لور د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه پلان غندلی، چې غوښتل یې فلسطینیان له غزې څخه وباسی او دغه سیمه د اسراییلو تر کنټرول لاندې راولی.
اردوغان ویلی، هېڅوک دا ځواک نه لری، چې د غزې ولس د هغوی له ټاټوبی وباسی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فبرورۍ په ۴مه د اسراییلی مشر بنیامین نتانیاهو سره په ګډ خبری کنفرانس کې ویلی وو، چې امریکا به د غزې تړانګه ونیسی.
سعودی عربستان او ترکیې ترڅنګ ګڼو نورو هېوادونو د فلسطینیانو بې ځایه کولو وینا د منلو وړ نه ده بللې او دا یې د فلسطین د تاریخی حقونو پر ضد یو ظالمانه هڅه ګڼلې ده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ