کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې سعودي عربستان اعلان کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د احتمالي غونډې کوربتوب ته تیار دی.
یاده غونډه د اوکراین د سولې د مسلې د حل لپاره ترسره کېدونکې ده.
د چهارشنبې په ورځ ټرمپ له پوتین سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال د دې ناستې وړاندیز مطرح کړی او خبریالانو ته یې ویلي، چې لومړی ملاقات یې ښايي په سعودي عربستان کې وشي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، ریاض د دې غونډې د کوربتوب هرکلی کوي او د روسیې او اوکراین ترمنځ د دوامدارې سولې لپاره خپله ژمنتیا بیا تکراروي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/