سعودی عربستان د ټرمپ او پوتین احتمالی غونډې کوربتوب ته چمتووالی وښود

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې سعودی عربستان اعلان کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د احتمالی غونډې کوربتوب ته تیار دی.

یاده غونډه د اوکراین د سولې د مسلې د حل لپاره ترسره کېدونکې ده.

د چهارشنبې په ورځ ټرمپ له پوتین سره د ټیلیفونی خبرو پر مهال د دې ناستې وړاندیز مطرح کړی او خبریالانو ته یې ویلی، چې لومړی ملاقات یې ښایی په سعودی عربستان کې وشی.

د سعودی عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلی، ریاض د دې غونډې د کوربتوب هرکلی کوی او د روسیې او اوکراین ترمنځ د دوامدارې سولې لپاره خپله ژمنتیا بیا تکراروی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.