کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۰ نېټه):
د عربي رسنیو د خبر له مخې د سعودي حکومت د چهارشنبې په ورځ د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د دغه هېواد د شاملېدو پرېکړه تایید کړه.
رسنیو زیاته کړې، چې سعودي حکومت له چین سره د اوږدمهالو اړیکو د ټینګولو لپاره یو بل ګام واخېست.
د وزیرانو شورا د «شریکې خبرې_اترې» تر عنوان لاندې د سعودي عربستان د حضور سند تصویب کړ چې د دغه سازمان د دایمي غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره لومړی ګام دی.
عربي رسنیو همدا راز ویلي، چې سعودي عربستان اوسمهال د شانګهای غونډه کې د ګډون لپاره په چمتوالي بوخته ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/