سعودی عربستان شانګهای غونډه کې د ګډون لپاره چمتوالی نیسی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۰ نېټه):
د عربی رسنیو د خبر له مخې د سعودی حکومت د چهارشنبې په ورځ د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د دغه هېواد د شاملېدو پرېکړه تایید کړه.
رسنیو زیاته کړې، چې سعودی حکومت له چین سره د اوږدمهالو اړیکو د ټینګولو لپاره یو بل ګام واخېست.
د وزیرانو شورا د «شریکې خبرې_اترې» تر عنوان لاندې د سعودی عربستان د حضور سند تصویب کړ چې د دغه سازمان د دایمی غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره لومړی ګام دی.
عربی رسنیو همدا راز ویلی، چې سعودی عربستان اوسمهال د شانګهای غونډه کې د ګډون لپاره په چمتوالی بوخته ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.