کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۹ مه نېټه):
دغه لوبه چې نن د افغانستان پر وخت د شپې په نهه نیمو بجو د سعودی عربستان په ملک فهد لوبغالی کې ترسره کیږی، لیدو ته یې یو ځانګړی ټکټ په ۲،۶ میلیونه ډالرو پلورل شوی دی.
د سعودی عربستان د تفریحی چارو د دولتی ادارې په وینا د یادې لوبې د یوه ځانګړی مېلمه ټکټ چې داوطلبۍ ته وړاندې شوی و، د مشرف الغامدی په نوم د سعودی یوه سوداګر په ۲،۶ میلیونه ډالرو پېرلی دی.
دغه لوبه کې د نړیوال فوټبال دوه مشهور ستوری لیونل میسی او کریستیانو رونالډو له یو بل سره د سیالۍ ډګرته وځی.
لیونیل میسی په پاریسن جرمن لوبډله او کریستیانو رونالډو د سعودی په النصر لوبډله کې لوبیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ