کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی لومړی):
د عربی رسنیو د راپور له مخې د سعودی عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتی، چې د ښځینه محصلینو د زده کړو د ځنډولو پرېکړه دې بېرته واخلی.
دوی زیاته کړې چې د سرپرست افغان حکومت دغه پرېکړه له اسلامی اصولو هېڅ تړاو نه لری.
د سرپرست افغان حکومت د کابینې د پرېکړې او د لوړو زده کړو وزارت د مکتوب له مخې تر امر ثانی پورې د هېواد ټولو دولتی او خصوصی پوهنتونونو کې د ښځینه وو پر پوهنتونی زده کړو بندیز ولګېد چې له امله یې په کور دننه او بهر ګڼ شمېر غبرګونونه او اعتراضات راوپارېدل چې دغه غبرګونونه او اعتراضات لا هم دوام لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ