سعودی کې یوې ترافیکی پېښې ۵۰ تنو ته مرګ_ژوبله اړولې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۸ نېټه):
د عربی رسنیو د خبر له مخې په سعودی عربستان کې د یوې ترافیکی پېښې له امله ۲۰ تنه د عمرې زیارت کوونکی مړه شوی او ۲۹ نور په کې ټپیان شوی دی.
رسنیو زیاته کړې، چې دا پېښه پرون د خمیس مشیط پر لویه لاره هغه مهال رامنځته شوه، چې یو شمېر زیارت کوونکی مکې مکرمې ته روان وو.
رسنیو د ځایی چارواکو له قوله ویلی، چې د عمرې د زیارت کوونکو یو بس له یوه پول سره ټکر کړی او بیا په کې اور لګېدلی دی.
د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې ۲۰ تنه زیارت کوونکی مړه او ۲۹ نور ټپیان شوی دی.
سرچینو ویلی چې د پېښې قربانیانو کې ډېری یې بهرنیان او یو شمېر یې بیا ځایی وګړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.