کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۹ مه نېټه)
ګهیځ نیوز ته یوې سرچینې ویلی، چې پاکستانی پولیسو د اسلام آباد او راولپنډۍ په ښارونو کې سلګونه افغان کډوال نیولی، چې یو شمېر یې د “پی او ار” کارتونه هم لری.
دغه نیول شوی افغانان اسلام آباد کې د کډوالو یوه کمپ ته لېږدول شوی دی.
د سرچینې په وینا دغه افغانان له قانونی اسنادو سره – سره په ناقانونه توګه نیول کیږی.
سرچینې ګهیځ نیوز ته ویلی، پاکستانی ځواکونه حتیٰ هغه کسان هم نیسی، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ (UNHCR) رسمی کارتونه لری.
دا نیونې په داسې حال کې کیږی، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تازه اعلان کړی، چې ټول اسناد لرونکی افغان کډوال باید د مارچ میاشتې تر پای پورې له پاکستانه ووځی.
د کډوالو مدافعین او ځینې حقوقی فعالان د پاکستان دغه چاره غندی او غوښتنه کوی، چې پاکستان باید د کډوالو نړیوال قوانین رعایت کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسی ترینګلتیاوې دې وروستیو کې زیاتې شوی او تورخم کې د دواړو لورو ترمنځ درنې نښتې هم ترسره شوې.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ