کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۲مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اېرلنډ، اسپانیا او ناروې څخه وروسته د سلوانیا لومړي وزیر ویلي، چې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پېژني.
د سلوانیا پارلمان په راتلونکو ورځو کې د فلسطین په رسمیت پېژندلو لپاره غونډه کوي.
دغې اقدام د اسراییل بېړنی غبرګون له ځانه سره درلود.
د سلوانیا لومړي وزیر رابرت ګولوب دغه ګام د سولې له پیغامه ډک وباله او په غزه کې یې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړو د ژر تر ژره درېدو او د یرغمل شویو د خلاصون غوښتنه وکړه.
دغه هېواد د فلسطین بېرغ د سلوانیا او اروپایي ټولنې د بېرغ ترڅنګ د سلوانیا په پلازمېنه لیوبلیانا کې د حکومت ودانۍ ته څېرمه وځړاوه.
مالتا هم ویلي، چې ډېر ژر به د فلسطین په رسمیت پېژندلو لپاره اقدام وکړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/