کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۲مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اېرلنډ، اسپانیا او ناروې څخه وروسته د سلوانیا لومړی وزیر ویلی، چې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پېژنی.
د سلوانیا پارلمان په راتلونکو ورځو کې د فلسطین په رسمیت پېژندلو لپاره غونډه کوی.
دغې اقدام د اسراییل بېړنی غبرګون له ځانه سره درلود.
د سلوانیا لومړی وزیر رابرت ګولوب دغه ګام د سولې له پیغامه ډک وباله او په غزه کې یې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړو د ژر تر ژره درېدو او د یرغمل شویو د خلاصون غوښتنه وکړه.
دغه هېواد د فلسطین بېرغ د سلوانیا او اروپایی ټولنې د بېرغ ترڅنګ د سلوانیا په پلازمېنه لیوبلیانا کې د حکومت ودانۍ ته څېرمه وځړاوه.
مالتا هم ویلی، چې ډېر ژر به د فلسطین په رسمیت پېژندلو لپاره اقدام وکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ