کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سمنګانو د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو ویلی، چې د یاد ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ په یکه توت سیمه کې د ډبرو سکرو په مارکېټ کې د ۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت د برېښنا د یوې پروژې د چارو پیلېدو خبر ورکوی.
د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم رییس لطف الله حبیبی ویلی، چې د یاد ریاست له لوری د ۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت د ډبرو سکرو یو مارکېټ د رغولو چارې پیل شوې دی.
هغه زیاته کړه، چې د یاد مارکېټ لپاره ۲۴ ساعته برېښنا، د تېلو ۲ ټانکونه، ۱۷۰ غرفې، د موټرو تمځای او نورې آسانتیاوې په پام کې نیول شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال د سمنګانو مرکز او حضرت سلطان ولسوالۍ کې ۱۵ زره کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ