ګهیځ: نن شنبه (د مرغومی ۱۸مه) د اسلامی امارت ویاند انعام الله سمګانی وایی، هغه کسان چې مخالف باورونه لری او پر نظام نیوکې کوی، خو په افغانستان او د خپلو خلکو په منځ کې دی، د درناوی وړ دی.
سمګانی وایی حتمی نه ده چې، د دوی په لیکو کې شامل ټول کسان دې د دوی همفکر وی او هغه چې له دوی سره فکری ټکر لری هغه دې په پردوی پورې تړاو ولری.
هغه ټینګار کوی چې، نیوکه کوونکو ته پکار ده چې په هېواد کې او د دوی تر منځ اوسی، زیاتوی چې د نظر اختلاف په خپل ځای د درناوی وړ دی.
گهیځ