ګهیځ: نن چهار شنبه (د مرغومی ۱مه) ملګرو ملتونو ته د اسلامی امارت لخوا معرفی شوی دایمی استازی سهیل شاهین وایی، پر افغانستان د بندیزونو دوام د بشری حقونو ملاتړ نه، بلکې عامو خلکو ته د سزا ورکولو معنی لری.
ورته مهال نوموړی د بشری حقونو له مدافعینو غوښتنه کړې چې دې مسلې ته پام وکړی.
سهیل شاهین په داسې وخت کې دا څرګندونې کوی چې پرون په کابل کې لسګونه کسانو د امریکا لخوا د افغانستان د میلیاردونه ډالر کنګل شوې پانګې د ازادېدو په تړاو لاریون وکړ.
لاریونوال چې د امریکا سفارت تر څنګ راټول شوی وو، پر امریکا یې غږ وکړ چې د دوی کنګل کړې پانګه ازاده کړی.
هغوی ټینګار کاوه چې امریکا یو ښکېلاکګر هېواد دی او غواړی چې افغانستان بېوزله او محتاج وساتی.
واک ته د اسلامی امارت په رسېدو سره امریکا پر افغانستان ګڼ شمېر بندیزونه وضع کړل او په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان میلیاردونه ډالر پانګه یې کنګل کړه.
خو اوس په خپله امریکا کې هم د افغانستان د کنګل شوې پانګې د ازدېدو غوښتونکی دېر شوی دی.
گهیځ