معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / سوات کې دوو ځانمرګو بریدونو ۱۲ پولیس وژلي او ۶۰ نور یې ژوبل کړي

سوات کې دوو ځانمرګو بریدونو ۱۲ پولیس وژلي او ۶۰ نور یې ژوبل کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۵مه نېټه):
د پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپرېس ټرېبیون د خبر له مخې د خېبر پښتونخوا په سوات سیمه کې د کبل پوليسو پر مرکز د دوو ځانمرګو بريدونو په پایله کې ۱۲ پوليس وژل شوي او ۶۰ تنه نور ژوبل دي.
کبل د پاکستان د تروریزم پر ضد ځانګړي پولیس دي.
د دغه هېواد امنیتي چارواکو ویلي، چې برید کې د پولیسو د مرکز ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې نۀ دی منلی، خو دې وروستیو کې د پاکستاني طـ.البانو تحریک پر پوځ او پولیسو خپل بریدونه بیا ځل زیات کړي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس