کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۵مه نېټه):
د پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپرېس ټرېبیون د خبر له مخې د خېبر پښتونخوا په سوات سیمه کې د کبل پولیسو پر مرکز د دوو ځانمرګو بریدونو په پایله کې ۱۲ پولیس وژل شوی او ۶۰ تنه نور ژوبل دی.
کبل د پاکستان د تروریزم پر ضد ځانګړی پولیس دی.
د دغه هېواد امنیتی چارواکو ویلی، چې برید کې د پولیسو د مرکز ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې نۀ دی منلی، خو دې وروستیو کې د پاکستانی طـ.البانو تحریک پر پوځ او پولیسو خپل بریدونه بیا ځل زیات کړی دی.
گهیځ