ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۲۳مه او د جون میاشتې ۱۳مه نېټه ده) د افغانستان رخت برخې سوداګر د وارداتو په برخه کې له جدی ستونزو سره مخ دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پّ یوه خبرپاڼه کې ویلی چې دغو سوداګرو د خونې له چارواکو سره د خپلو ستونزو د هواری په موخه ناسته کړې.
خبرپاڼه وایی، د رخت (ټوکر) سوداګرو له عربی متحده اماراتو او چین سره د ویزو او دغه شان له افغانستان دغه ملکونو ته د پېسو د لیږد په برخه کې خپلې اندېښنې د خونې چارواکو سره شریکی کړی.
د خونې له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی چې د خونې چارواکو سواګرو ته د دوی د ستونزو د هواری ټټر وهلی دی.
گهیځ