کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۸ نېټه):
د راپورونو له مخې د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال، د واخان کوریډور د جوړولو چارو د پیل غوښتنه وکړه.
محمد یونس مهمند په کابل کې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته وویل، چې افغانستان اوسمهال د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره ښې اړیکې لری او د پاکستان په کراچۍ بندر کې ستونزې یوڅه حل شوې او اوس د ۳ زره ۳۸۰ کانټینرونو یوه برخه د افغانستان پر لور حرکت ورکړل شی.
د مهمند د معلوماتو له مخې، اوسمهال له پاکستان او ایران سره د هېواد بندرونه فعال دی او دغه راز له ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او چین سره د افغانستان سوداګریزې چارې په عادی ډول روانې دی او صادرات هم مخ پر وړاندې دوام لری.
هغه زیاته کړې، چې له مرکزی آسیا او ایران سره د افغانستان سوداګری د تېر کال په پرتله د پرمختګ په حال کې ده او د افغانستان خصوصی سکتور له سرپرست حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د یادو سوداګریزو او ټرانزیټی لارو ترڅنګ، هر څومره ژر چې امکان ولری، د واخان کوریډور د جوړولو کار پیل کړی.
افغان حکومت موده وړاندې د واخان کوریډور د چارو په اړه ارزونه کړې وه.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ