کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۳۱ نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې او خصوصی سکټور د سرپرست افغان حکومت د مشرتابه له خوا په مالیاتو کې د تخفیف د نوی فرمان هرکلی وکړ.
د خبر پر بنسټ د پانګونې خونې او خصوصی سکټور مسوولینو ویلی، په مالیاتو کې د تخفیف له نوی فرمان څخه ملاتړ کوی او زیاتوی چې په دې سره د ډېری سوداګرو ستونزې حل شوې دی. د افغانستان د پانګونې خونې مرستیال یونس مهمند په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، چې دوی د مالیاتو د تخفیف د تازه فرمان هرکلی کوی او له حکومته غواړی، چې د هېواد مالیات او ټکسونه اوسنیو شرایطو ته په کتو وټاکل شی. نوموړی دغه راز زیاته کړه چې د یو هېواد پرمختګ او آبادی یوازې د مالیاتو په لوړولو سره نه، بلکی د کار او روزګار په برابرلو سره کیږی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او خصوصی سکټور غړی خان جان الکوزی هم په یاده غونډه کې ویلی، چې له شک پرته د تخفیف نوی فرمان د صنعت د پرمختګ لپاره ډېر ګټور دی، خو د سوداګرۍ په برخه کې ډېرې ستونزې لا هم نه دی حل شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ