معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سوداګرۍ وزارت ترکیې ته یوه سوداګریزه اتشه معرفي کړې

سوداګرۍ وزارت ترکیې ته یوه سوداګریزه اتشه معرفي کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې ترکیې ته یې یوه سوداګریزه اتشه معرفي کړې ده.
د دغه وزارت ویاند ويلي، چې دغه وزارت تراوسه څلورو هېوادونو ته سوداګریزې اتشې معرفي کړې دي او هڅه کوي چې دغه تجارتي اتشې نورو هېوادونو ته هم معرفي کړي.
دغه اتشې پاکستان، ایران، ترکمنستان او ترکیې هېوادونو ته ورپېژندل شوي او په پام کې ده، چې په نږدې راتلونکي کې چین ته هم یو تجارتي اتشه معرفي شي.
په ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې په نورو هېوادونو کې د سوداګریزو اتشو حضور د افغاني محصولاتو لپاره د بازارموندنې او د راکړې – ورکړې د ودې لپاره ګټور دی.
د اقتصاد وزارت بیا وايي، د سوداګریزو اتشې ګمارنه د بهرنۍ پانګونې د جلب او د اقتصادي اړیکو د ښه‌والي په برخو کې مهم رول لوبوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ټینګار کوي چې د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره هڅې کوي چې نورو هېوادونو ته هم تجارتي اتشې ور معرفي کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس