کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلی، چې ترکیې ته یې یوه سوداګریزه اتشه معرفی کړې ده.
د دغه وزارت ویاند ویلی، چې دغه وزارت تراوسه څلورو هېوادونو ته سوداګریزې اتشې معرفی کړې دی او هڅه کوی چې دغه تجارتی اتشې نورو هېوادونو ته هم معرفی کړی.
دغه اتشې پاکستان، ایران، ترکمنستان او ترکیې هېوادونو ته ورپېژندل شوی او په پام کې ده، چې په نږدې راتلونکی کې چین ته هم یو تجارتی اتشه معرفی شی.
په ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایی، چې په نورو هېوادونو کې د سوداګریزو اتشو حضور د افغانی محصولاتو لپاره د بازارموندنې او د راکړې – ورکړې د ودې لپاره ګټور دی.
د اقتصاد وزارت بیا وایی، د سوداګریزو اتشې ګمارنه د بهرنۍ پانګونې د جلب او د اقتصادی اړیکو د ښهوالی په برخو کې مهم رول لوبوی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ټینګار کوی چې د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ د زیاتوالی لپاره هڅې کوی چې نورو هېوادونو ته هم تجارتی اتشې ور معرفی کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ