سوداګرۍ وزارت له بلاروس سره د سوداګرۍ په زیاتېدو خبرې کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده وایی، چې د دغه وزارت سرپرست د بلاروس د صنایع وزارت له مرستیال سره کتلی او دواړو لوریو د سوداګریزې راکړې – ورکړې د کچې په لوړېدو یې خبرې کړی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت رسنیز دفتر زیاته کړې، چې د اقتصادی او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او په سوداګریز بیلانس کې د انډول په موخه د دواړو هېوادونو د دولتی او خصوصی سکټور د پلاویو ترمنځ د ګډو نندارتونونو او سوداګریزو غونډو پر جوړولو سره هوکړې ته رسېدلی دی.

په ورته‌ مهال د بلاروس پانګوالو د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ له معین سره کتلی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ اریوبی ویلی، چې اوس مهال افغانستان کې د بهرنیو پانګوالو لپاره لازم سهولتونه او فرصتونه رامنځته شوی چې هغوی کولای شی د افغانستان پر کانونو پانګونه وکړی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.