کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۰ مه نېټه):
راپورونو له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، د مېدان وردګو له صنعتکارانو سره په کتنه کې دوی ته د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی.
د راپور پر بنسټ، په دې کتنه کې د مېدان وردګو ولایت صنعتکارانو، د دغه ولایت د کوتل تخت صنعتی پارک په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړی او د دغه پارک د زېربناوو جوړولو لپاره یې چمتووالی څرګند کړی دی.
دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال زیاته کړې، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په هېواد کې د صنعتی پارکونو د زېربناوو جوړولو په اړه پلانونه لری او په وینا یې، صنعتکارانو ته په صنعتی پارکونو کې د ځمکو د وېش د لا همغږۍ په اړه دغه وزارت ته لارښوونه شوې، چې د زېربناوو په برخه کې دې یوه هر اړخیزه کړنلاره جوړه کړی، څو په صنعتی پارکونو کې د ځمکو د بیې او همدارنګه د پارکونو قانون ترتیب شی.
نوموړی ویلی، د افغانستان د خلکو ژوند په بېړنی ډول د صنعت ودې ته اړتیا لری او په همدې خاطر د هېواد له صنعت او صنعتکارانو څخه بشپړ ملاتړ کوی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
گهیځ