کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۳ مه نېټه):
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر تېره ورځ د افغانستان او ایران ترمنځ د نیمروز د ورېښمو د دوهمې لارې د پرانیستلو پر مهال ویلی، هڅه کوی چې له ایران سره راکړه_ورکړه زیاته کړی.
نوموړی ویلی، له دغه هېواد سره ګډو اقتصادی فعالیتونو ته غواړی وده ورکړی.
د سرپرست وزیر په وینا افغان حکومت هیله لری چې له ایران سره یې د سوداګرۍ په برخه کې اړیکې نورې هم پراخې شی.
هغه په ورته مهال په دغو مراسمو کې د ایران د جنوبی خراسان له والی سره هم کتلی او زیاته کړې یې ده، چې دوی د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزو اړیکو کې د اسانتیاوو په لټه کې دی.
ایران دې وروستیو کې اوسنی سرپرست افغان حکومت سره خپله همکاری ډېره کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ