کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزی په هېواد کې د جلغوزی سکتور له سوداګرو سره کتلی دی.
د خبر پر بنسټ په دې کتنه کې د جلغوزی سوداګرو ستونزې شریکې شوې او د جلغوزی د پروسېس فابریکو پر جوړولو ټینګار شوی.
دغه راز د جلغوزی پر صادراتو، د دغه سکتور پر ملاتړ او هېواد کې د جلغوزیو مارکېټ پر جوړولو بحث شوی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د جلغوزی سکتور د سوداګرو د خبرو په اورېدو سره له هغوی څخه د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی او ویلی یې دی، چې د دغه سکتور د سوداګرو ترمنځ ناسالم رقابت به ډېر ژر پای ته ورسیږی او ټول سوداګر به په واحده اتحادیه کې سره راټول شی.
د یادولو وړ ده چې دا مهال د افغانستان جلغوزی، چین، هند او یو شمېر اروپایی هېوادونو ته صادریږی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ