سوداګرۍ وزارت کراچۍ بندر کې د ایسارو افغان کانټینرونو د خوشې کېدو غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزی د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر جلیل عباس جیلانی سره د لیدنې پرمهال کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ایسارو کانټینرونو د خوشې کېدو غوښتنه کړې.
د راپور پر بنسټ، دا د افغان سوداګرو ۳ زره کانټینرونه له دریو میاشتو راهیسې کراچۍ بندر کې بند پاتې دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د دې ناستې په تړاو یو بیان خپور کړی او لیکلی یې دی، چې په دې ناسته کې د متقابلو ګټورو اړیکو په برخه کې یو وار بیا په خپل هوډ ټینګار وکړ.
د ګهیځ نیوز د اطلاعاتو له مخې په یادو کانټینرونو کې د خوراکی توکو سربېره قیمتی الکترونیکی وسایل، د ماشین پرزې، کیمیاوی توکی او ټوکرې شامل دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.