معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سوداګر د غلام خان لارې بندېدو له امله میلیونونو افغانیو زیان سره مخ دي

سوداګر د غلام خان لارې بندېدو له امله میلیونونو افغانیو زیان سره مخ دي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان  لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په خوست کې د غلام‌خان بندر د کمېسارۍ ويلي، چې د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ د شوې جګړې له امله دغه لار د تېرو دوو ورځو راهیسې تړلې.

د غلام‌خان بندر کمیسار زیاته کړې، لاره د وړمې شپې جګړې له امله تړل شوې، چې دواړو لورو ته له توکو بار لسګونه موټرې بند پاتي.

د ده په خبره ځینې هغه موټر چې توکي یې د خرابېدو په حال وو، د پکتیا ډنډپټان ته لېږدول شوي دي.

د خوست سوداګرۍ خونې مشر نواب امیرزي هم ویلي، چې د لارې په تړل‌ کېدو سره لسګونه موټر ولاړ دي، چې له امله یې سوداګرو ته زیان اوړي.

دواړو لورو تر دا مهاله د دغې لارې د بیا خلاصون په تړاو څه نه دي ویلي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس