سوداګر د غلام خان لارې بندېدو له امله میلیونونو افغانیو زیان سره مخ دی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان  لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په خوست کې د غلام‌خان بندر د کمېسارۍ ویلی، چې د پاکستانی او افغان ځواکونو ترمنځ د شوې جګړې له امله دغه لار د تېرو دوو ورځو راهیسې تړلې.

د غلام‌خان بندر کمیسار زیاته کړې، لاره د وړمې شپې جګړې له امله تړل شوې، چې دواړو لورو ته له توکو بار لسګونه موټرې بند پاتی.

د ده په خبره ځینې هغه موټر چې توکی یې د خرابېدو په حال وو، د پکتیا ډنډپټان ته لېږدول شوی دی.

د خوست سوداګرۍ خونې مشر نواب امیرزی هم ویلی، چې د لارې په تړل‌ کېدو سره لسګونه موټر ولاړ دی، چې له امله یې سوداګرو ته زیان اوړی.

دواړو لورو تر دا مهاله د دغې لارې د بیا خلاصون په تړاو څه نه دی ویلی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.