معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سوداګر په هېواد کې د معیاري سړو خونو د جوړېدو غوښتونکي دي

سوداګر په هېواد کې د معیاري سړو خونو د جوړېدو غوښتونکي دي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر سوداګر په هېواد کې د سړو خونو نشتوالی د کرنیزو محصولاتو د خرابېدو ستر لامل ګڼي او له کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت غواړي، چې په هېواد کې د مېوو او سبزیو د ساتنې په موخه معیاري سړې خونې جوړې کړي.

په ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم په هېواد کې په لمریز سیستم سمبالو معیاري سړوخونو په جوړولو ټینګار کوي، خو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، دمګړۍ په ټول هېواد کې څه باندې ۱۰ زره کوچنۍ سړې خونې شته، چې کرنیز محصولات پکې ساتل کیږي.

د دغه وزارت د مسوولینو په وینا هڅه کوي، چې هېواد کې نورې معیاري سړې خونې هم جوړې کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس