کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر سوداګر په هېواد کې د سړو خونو نشتوالی د کرنیزو محصولاتو د خرابېدو ستر لامل ګڼی او له کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت غواړی، چې په هېواد کې د مېوو او سبزیو د ساتنې په موخه معیاری سړې خونې جوړې کړی.
په ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم په هېواد کې په لمریز سیستم سمبالو معیاری سړوخونو په جوړولو ټینګار کوی، خو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایی، دمګړۍ په ټول هېواد کې څه باندې ۱۰ زره کوچنۍ سړې خونې شته، چې کرنیز محصولات پکې ساتل کیږی.
د دغه وزارت د مسوولینو په وینا هڅه کوی، چې هېواد کې نورې معیاری سړې خونې هم جوړې کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ