کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د سوریې په منبج ښار کې د دوشنبې په ورځ د موټر بم چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.
د سوریې د مدنی دفاع بنسټ د راپور له مخې، دغه بمی چاودنه د کرنې د کارګرانو په موټر شوې ده.
په وژل شویو کې ۱۴ ښځې او یو سړی شامل دی او ۱۵ نورې ښځې ټپی شوی، چې د یوې حالت نازک بلل شوی.
په ورته مهال بریټانیا کې مېشتې د سوریې د بشری حقونو د څار ډلې ویلی، په دې پېښه کې ۱۸ ښځې او یو نارینه وژل شوی دی.
د حلب شمال ختیځ ته پروت منبج ښار د تېرو کلونو راهیسې د تاوتریخوالی شاهد دی.
په دې سیمه کې د ترکیې له ملاتړ برخمن د سوریې ملی پوځ د امریکا له ملاتړ لرونکو کُردی جنګیالیو (SDF) سره جګړه کوی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ