سوریې حکومت د دولتی کارکوونکو معاشونه تر څلور برابره زیاتوی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سوریې مالیې وزارت اعلان کړی، چې راتلونکې میاشت به د وزارتونو د اداری جوړښت تر بشپړولو وروسته د ډېرو دولتی کارکوونکو معاشونه تر څلور برابرو زیات کړی.

د وزارت په وینا، دغه اقدام د اغیزمنتیا او مسولیت منلو کچې لوړولو لپاره ترسره کیږی.

د معاشونو د زیاتوالی لپاره شاوخوا ۱۲۷ میلیونه ډالر بودیجه ځانګړې شوې، چې د دولتی سرچینو، سیمه‌ ییزو مرستو او کنګل شویو شتمنیو له آزادولو څخه به تمویل شی.

د مسوولینو په وینا د سوریې حکومت دغه ګام د کارکوونکو اقتصادی وضعیت ښه کولو او د دولتی ادارو د خدماتو د پیاوړتیا په موخه اخیستی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.