کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د حوثیانو ویاند یحیی سریع په یوه ویډیویی پیغام کې ویلی، چې ځواکونو یې سور سمندرګی کې یوه امریکایی او بله برېټانوی بېړۍ په نښه کړې دی.
د خبر پر بنسټ، نوموړی ویلی چې د دوی بریدونه به دوام وکړی.
الجزیرې ټلوېزیون هم د یمن امنیتی سرچینو له قوله ویلی، چې حوثیانو دوه امریکایی او برېټانوی بېړۍ په نښه کړی، چې په لړکې یې برېټانوی کښتۍ لګېدلې ده.
همداراز د برېټانیا سمندری ځواکونو ادارې هم ویلی، چې یمن سور سمندرګی کې د الحدیده ښار غرب لوری ته یې د یوې بېړۍ په نښه کېدو خبر ترلاسه کړی دی.
پر غزې د اسراییلی وحشت د دوام په غبرګون کې د یمن حوثیانو په سور سمندرګی کې اسراییلو او ټولو هغو هېوادونو بېړۍ په نښه کړې، چې د اسراییلی رژیم ملاتړ یې کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ