سویډن کمېټه کندز کې یو لوی کانال بیا رغوی

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۹مه او د جون میاشتې ۹مه نېته ده) د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وایی، د سویډن کمېټه په کندز کې د ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت یو کانال بیا رغوی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی دی، دا کانال چې ۲۷ کیلومتر اوږدوالی لری، د ۱۰ کلیو د اړتیا وړ اوبه برابروی.
په خبرپاڼه کې ویل شوی دی چې دا موضوع د سویډن کمېټې رییس د امو د سیندیزې حوزې له مسولانو سره په لیدنه کې مطرح کړې ده.
په خبرپاڼه کې دغه شان ویل شوی، چې د دې کانال د سربند ۱۳۰ متره ساحه د (RCC) په ډول او نورې تخریب شوې برخې یې په اساسی ډول رغول کېږی.
خبرپاڼه وایی، چې د دې کانال د جوړېدو مالی لګښت د (UNDP) موسسه ورکوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.