سوډان کې د جګړې ښکېلو لورو اوربند ته چمتوالی ښودلی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۰ نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د سوډان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی فولکر پیرټس بیل رویټرز خبری آژانس ته ویلی، چې په دغه هېواد کې د جګړې دواړو غاړو اوربند ته تیاری ښودلی.
دوی ویلی، چې د سوډان په جګړه کې ښکېلو خواوو دې ته چمتوالی ښودلی، چې خبرې_اترې وکړی.
د دغو رسنیو د خبر له مخې دواړو غاړو منلې چې جګړه دوام نه شی موندلی او نه هم د کوم لوری په ګټه تمامېدلای شی.
د رویټرز د خبر له مخې، دواړو لورو د جګړې پر درېدو هوکړه کړې او د خبرو لپاره یې خپل استازی هم معرفی کړی دی.
که څه هم په دې اړه کره معلومات نه دی ورکړل شوی، خو ویل شوی چې د دواړو لورو ترمنځ د مذاکراتو ځای د سعودی جده او د سوډان جوبا ښارونه وړاندیز شوی دی.
په سوډان کې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د واک پر سر د ملېشه‌ ځواکونو او پوځ ترمنځ نښتې پیل شوی، چې په پایله کې یې تر اوسه سلګونه کسانو ته مرګ_ژوبله اوښتې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.